د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره د دغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي. دا د تاریخ ترټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دویم ترټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ د اور خوراک شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي. د اطفايي زرګونه کارکوونکي د هیلکوپټرو په مرسته د لاس انجلس په درېیو بېلا بېلو ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي. د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی و چې د سمندري ځواکونو هیلکوپټرې چې د اوبو د لیږدولو توان لري، د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د اور وژلو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي.