د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د بلاروس د صنایع وزارت له مرستیال سره کتلي او دواړو لوریو د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې په لوړېدو خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په سوداګریز بیلانس کې د انډول په موخه، دواړلو لورو، د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټور د پلاویو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو پر جوړولو سره هوکړې ته رسېدلي دي. ورتهمهال د بلاروس پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ له معین سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي اریوبي ویلي چې، اوسمهال په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره له لازمو سهولتونو سره مناسب فرصتونه رامنځته شوي چې، هغوی کولای شي د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.