د افغانستان برېښنا شرکت په هرات ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا له بېرته نښلولو خبر ورکړی دی. هرات کې د واورو او توپان له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا درې ورځې مخکې پرې شوې وه. دغه شرکت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دوی په هڅو سره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي فني ستونزه یې په بشپړه توګه هواره کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، افغانستان ته د برېښنا دغه وارداتي برېښنا د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بقرچر سیمه کې د درنې واورې او توپان له امله د درې ورځو لپاره پرې شوې وه. هرات کې د برېښنا ریاست چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې سيمه کې د وارداتي برېښنا دوه ستنې ړنګې شوې وې.