د امریکا په جنوب کې پرون د سخت توپان له امله څه باندې ۳ زره الوتنې لغوه او زرګونو نورې وځنډېډې. دا خبر هوايي شرکتونو او د فلایټ اوېیر ویبپاڼې ورکړی دی. ډلټا هوايي شرکت ویلي، تر اټکل د بدې هوا له کبله د څه باندې دوو ساعتونو لپاره په اتلانتیا هوايي ډګر کې ټولې پنځه ځغاستلیکې تړل شوې وې. ډلټا شاوخوا ۱۱زره او ۱۰۰ الوتنې لغوه کړې، خو نن پر دې کار کوي چې دا هرڅه جبران کړي.