د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له راټیټیدو وروسته، د افغانستان بانک ویلي چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري. دغه بانک په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د بیو او مبادلې نرخ د ثبات لپاره به اړین ګامونه پورته کړي. یاد بانک زیاته کړې چې اړینې سرچینې په واک کې لري او د اړتیا پر مهال به د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي. د یادونې ده چې له څو ورځو راهیسې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدلی دی. نن ورځ د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۴ افغانیو او ۲۰ پیسو بدلېږي.