د عراق بهرنیو چارو وزارت له امریکا څخه د دوو شکایت لیکونو په ترڅ کې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی. په دې شکایت لیکونو کې ویل شوي چې امریکا د دغه هېواد پر امینتي ځواکونو هوایي بریدونه کړي دي. د عراق رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند احمد الصحاف له قوله ویلي، ملګرو ملتونو ته یې په دغه شکایت لیکونو کې لیکلي چې د امریکا له لوري د عراق پر امنیتي ځواکونو هوایي بریدونه پاروونکي او د دغه هېواد د ملي حاکمیت د نقضولو په مانا دی. د یادونې ده چې امریکا د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې دوی په الانبار ولایت کې د حشد الشعبي پر وسله والو بریدونه کړي خو د عراقي چارواکو په خبره په دغه بریدونو کې یو شمېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.