د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له ایرانه د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې په ۳ اورګاډو کې ۵۳ واګونونه سوداګریز توکي هرات ته را رسېدلي دي. د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې په دې بارونو کې ساختماني مواد شامل دي چې د هرات روزناک تمځای ته وارد شوي. د مسوولینو په خبره د دې توکو ټول وزن درې زره او ۳۶۴ میټریک ټنه دی. د چارواکو په خبره، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د باروړلو حجم د دغې لارې د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې د بیارغونې پروژې د ۸۰ سلنه کار د بشپړېدو له امله ډېر شوی دی. چارواکي زیاتوي، چې د دې لارې په بشپړېدو سره به د ټرانزیټ په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې او د اورګاډي ټرانسپورټ لګښتونه به کم شي.