“د غوټۍ درس” یا آنلاین درسي پروګرام چې د افغان ځوانانو او ماشومانو لپاره علمي او اکادمیک موضوعات وړاندې کوي، د CGTN پښتو په همکارۍ د STR ټلوېزیون، وطن ټلوېزیون او یو شمېر نورو رسنیو له لارې خپرېږي، په کابل کې په رسمي ډول پرانیستل شو. په دې مراسمو کې ګڼ شمېر ځوانانو، قومي مشرانو او ماشومانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د دغه پروګرام مسؤول صفی الله ناصري وویل چې دغه پروګرام به په منظم ډول خپرېږي تر څو د افغان ماشومانو او ځوانانو د پوهې کچه لوړه کړي. هغه زیاته کړه چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې به د اکسوس کتابتون او یو شمېر ښوونځیو او نورو تعلیمي بنسټونو په مرسته د ساینس او زدهکړو کمپاینونه هم ترسره شي.
ناصري ټینګار وکړ چې چین نه یوازې یوه اقتصادي ځواک دی، بلکې یو لرغونی او بډایه فرهنګي هېواد هم دی، چې ډېر خلک لا هم په اړه معلومات نه لري. نوموړي وویل چې داسې پروګرامونه د متقابل درک او اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دي. هغه یادونه وکړه چې دا کال د چین او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایم کال دی او دغه نوښت د دوه اړخیزې همکارۍ او ملګرتیا ښه نښه ده.
په غونډه کې یو بل ګډونوال، غازي محمد منندوی، د “د غوټۍ درس” د پیلولو اقدام یو مثبت ګام وباله. هغه د داسې تعلیمي پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ چې د افغان ځوانانو او ماشومانو په ټکنالوژۍ اشنا کولو کې مرسته کوي. منندوی زیاته کړه چې دغه درسونه په پښتو ژبه وړاندې کېږي، چې د وخت یوه مهمه اړتیا پوره کوي.
په دې مراسمو کې ګډون کوونکو ماشومانو د “د غوټۍ درس” پروګرام په منظمه توګه د تعقیب لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د چین د رسنیو ډلې (China Media Group) څخه یې غوښتنه وکړه چې د دوی د ګټې لپاره نور علمي پروګرامونه هم جوړ کړي.
یاده دې وي چې غوټۍ، چې د چین د رسنیو ډلې د پښتو څانګې خبریاله ده، په تېرو څو کلونو کې د افغانانو لپاره ګڼ پروګرامونه جوړ کړي، چې د لیدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.