په سویلي افریقا کې د سرو زرو په یوه کان کې په ناقانونه توګه د کار کولو پرمهال د پولیسو او کان کیندونکو تر منځ د یوې میاشتې اوږدې شخړې په پایله کې د مړو شمېر لږترلږه ۷۸ ته لوړ شوی. د سویلي افریقا چارواکو د کان کیندونکو پر مخ د خوراکي توکو او اوبو لارې تړلې وې. د پولیسو ویاند اتلانډا ماتي ویلي، چې د محکمې په امر د ژغورنې په عملیاتو د ۷۸ جسدونو ترڅنګ ۲۴۶ ژوندي پاتې کسان د ځمکې له ژورو رایستل شوي دي. ماتي د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د ژغورنې عملیاتو دمخه نهه نور جسدونه هم موندل شوي دي. د پولیسو په دغه عملیاتو کې د مړو شویو کسانو د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی خو خلک فکر کوي چې زیاته مړېنه به د لوږې له امله رامنځته شوي وي.