د ایران ولسمشر له خپل تاجکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د وضعیت او د سرحدونو د امنیت ساتنې په ګډون پر سیمه ییز تحولاتو هم خبرې کړې دي. مسعود پزشکیان همداراز ویلي، افغانستان د ایران او تاجکستان په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او همداراز یې په افغانستان کې ثبات د ایران او تاجکستان په ګټه وباله. د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی. ټاکل شوې مسعود پزشکیان له تاجکستان وروسته روسیې ته ولاړ شي او د دغه سفر په ترڅ کې به د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.