د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند او د دوبۍ د سوداګرۍ خونې رییس د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. یونس مومند، محمد الراشد لوطه ته وړاندیز کړی چې په کابل کې د دوبۍ د سوداګرۍ خونې استازولي پرانیزي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې لمخې، محمد الراشد لوطه د مطرح شویو موضوعاتو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی او په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازولۍ د جوړولو وړاندیز یې هرکلی وکړ.