د ایران د سوداګرۍ وزیر حسين روستایي ویلي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ په کچه کې ۸۴ سلنې زیاتوالی راغلی و. روستایي زياته کړې چې، دغه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٣ ميليارده او ١٩٧ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې او ايران ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۴ ميليونه ډالرو ته رسیږي. ځینې سوداګر وايي، له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې د دې لامل شوي چې، ډېری سوداګر له ایران سره سوداګرۍ ته مخه کړي. دوی له مسوولینو غواړي چې، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په موخه دې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي. نفتي مواد، ګاز، هګۍ، هایدر، سپک او درانه هایډروکاربونونه، کچالو، رومي، وچې شیدې او کرنیز ټراکټورونه افغانستان ته د ایران تر ټولو مهم صادراتي توکي دي. دغه راز کاني ډبرې، اوسپنیز محصولات، پنبه، وچه مېوه، د زغرو تخمونه او بېلابېل حبوبات په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته د افغانستان له مهمو وارداتي توکو دي.