افریقايي هېواد موریتانیا څخه اسپانیا ته تلونکې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي دي. د بشري حقونو سازمان په وینا، د جنورۍ په ۱۲ د اسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ چې ۸۶ تنه کډوال په کې سپاره وو د جنورۍ په دویمه نېټه له موريتانيا څخه حرکت کړی وو. د مراکش چارواکي وايي، په کښتۍ کې ټول ۶۶ پاکستانیان سپاره وو، چې ۳۶ کسان يې ژغورل شوي دي. په پېښه کې د مړو شویو کورنیو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل اروپا ته لاړ شي خو د پیسو او خوراکي توکو د نهشتون له امله یې کښتۍ ډېره موده د سمندر په اوبو کې بنده پاتې وه چې دغه پېښه رامنځته شوه.