د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان پرون د ستراتیژیکو همکاریو ۲۰ کلن تړون لاسلیک کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي. د کرملین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړو خواو موافقه وکړه چې د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې به یو بل سره مرسته وکړي. دوی دا هم منلې چې که دواړه لوري د تېري سره مخ شي، بل به د تېري کوونکي سره مرسته نه کوي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کریملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړ، دواړو دغه هوکړه د خپلو اړیکو د نوي فصل په توګه یاده کړه. پزشکیان وویل، چې دا تړون به د ایران او روسیې ترمنځ په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو په برخه کې د اړیکو نوی فصل پرانیزي.