د پکتیکا ولایت او خیبر پښتونخوا ایالت ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې. دا لاره له نږدې ۱۶ میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه خو له سیمې څخه سرچینې وايي، چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده. د سیمې د احمدزیو- وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو ویلي، چې د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی. د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.