د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د بېرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح شوی دی. د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، دغه طرزالعمل په ۱ مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې مظور شوی دی. د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاري ښودل شوې ده. د سرپرست حکومت مشرتابه له لوري دغه بېرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کېږي، چې تر دې وړاندې یې صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه ځانګړې کړه او دا مهال یې د وېش چارې دوام لري.