د خوست ولایت مرکز اړوند ۱۲ سوه فاميليو سیمه کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د ١٨٥زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شيخ زاید په نوم یو ورزشي جمنازيوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه جمنازيوم چې په یو وخت کې پکې دوه زره نندارچیان ځایږي؛ د فوټسال، والیبال او نورو ورزشونو جوګه دی چې د جوړېدو چارې يې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې. د ياد ورزشي جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي آمر، دولتي، چارواکو، لوبغاړو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و. د دغه جمنازيوم د پرانیستې په ورځ د کابل او کوزې پښتونخوا لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کابل لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.