د چين د سوداګرۍ ملاتړې ټولنې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د سوداګريز چاپيريال راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې د چين عمومي سوداګريز چاپېريال د ښه والي په حال کې دی او د چيني او بهرنيو چارو تصدیو د رضایت کچه ډېره لوړه شوې. د یوې سروې نژدې ۹۰ سلنې تصدۍ د چين د سوداګريز چاپېريال په باب رضايت څرګند کړی.
دغه راپور ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې له ۷۰ سلنې زياتو تصديو ګټې د ۲۰۲۳م کال په پرتله لوړې او يا ورسره برابرې وې او له ۶۰ سلنې زياتې تصدۍ د چين د راتلونکي اقتصاد په اړه خوشبينه دي.