د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د خوست ولایت له سیمهییزو مسولینو سره په کتنه کې د اوبو او برېښنا د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي. د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د خوست ځايي مسوولینو د دې لیدنې پرمهال په دې ولایت کې د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده. بلخوا د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولایت کې د یوه لوی بند د جوړولو چارې پیل شي.