د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي، په هېواد کې دوه زره او ۸۷۰ واړه، متوسط او لوی د ګرمو او سړو اوبو د ماهیانو فارمونه د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي، چې په کال کې د څه باندې ۱۳ زره مټریک ټنو د کب غوښو د تولید ظرفیت لري. مستعین زیاتوي، چې دغه فارمونه په کاپیسا، لوګر، خوست، لغمان او نورو ولایتونو کې شتون لري. نوموړی دغه راز وايي؛ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په هېواد کې درې زره نوي تولیدي فارمونه او ۲۰ د ګرمو او سړو اوبو د نسل پالنې مرکزونه جوړ کړي. ورته مهال د کبانو فارم لرونکي له هېوادوالو غواړي چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.