د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس سيد محمد شرافت ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي بودجې څخه د ۵ میلیونه ۹۳۸ زره ۸۴۷ افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال یوه کانال او د یوه کاریز جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې ۱۳۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال د ۴۲۵ متره په اوږدوالي د کانال او د ۱۲۰ متره کاریز د جوړولو چارې شاملې دي، چې چارې به یې د درېیو میاشتو کې په موده کې پای ته ورسېږي.