د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی. له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي. ګوترېش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.