د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري له خپلې دندې لرې کیږي. هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نن یې د دندې وروستۍ ورځ ده او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې یې مسوولیت پای ته رسېږي. رینا امیري ویلي، چې ویاړي د افغان ښځو او سړیو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی دی. هغې له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او نارینه و ترڅنګ ودریږي.