د راپورونو له مخې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په دویمه ورځ (پرون) غزې ته د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ له مصر څخه استول شوې دي. د سینا په شمال کې د مصر د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي ویلي، چې په لسو لاریو کې سون توکي بار وو. دغه لارۍ د غزې په جنوب کې د کرم شالوم له سرحدي دروازې غزې ته داخلېږي. دغه چارواکي ویلي، چې په ټوله کې په بشري مرستو بار ۳۰۰۰ لارۍ د فلسطینیانو دغه قلمرو ته د لېږلو لپاره چمتو دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې مشر ټام فلچر د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ هم د بشري مرستو ۶۳۰ لارۍ غزې ته رسېدلې او له دې ډلې د بشري مرستو لږ تر لږه ۳۰۰ لارۍ د غزې شمال ته استول کېږي.