د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار ولایت د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د څلورو ورځو لپاره په حاجي کمپ کې بندیان وو. تېره اونۍ کې هم دغه وزارت له پاکستانه د ۹۶ افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.