د پاکستان د ملکي هوايي ادارې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې په ګوادر بندر کې د چین په مرسته جوړ شوی نوی نړيوال هوايي ډګر په همدې ورځ په رسمي ډول خدمات پيل کړل. پر ځايي وخت د همدې ورځ په ۱۱ بجې او ۱۴ دقیقې، د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په لومړي ځل د ګوادر په نوي نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د دغه هوايي ډګر فعالېدو ته مبارکي وویله. هغه په خپله وینا کې د ټولو پاکستانیانو په استازیتوب له چین څخه مننه څرګنده کړه.
هغه وویل چې د ګوادر نوی نړیوال هوایي ډګر به د سیمې د هیوادونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. ده زیاته کړه چې د دې هوايي ډګر پرانیستل به د پاکستان دننه له ټولې سیمې سره د نښلولو او تبادلو لپاره یو مهم ګام وي. شریف وايي چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به پاکستان او سیمې ته سوکالي راولي.