د چین د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د رئیس مرستيال هان جنګ پر ځايي وخت د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په بلنې سره په واشنګټن کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
هان جينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا دواړه اوس د خپلو پرمختيايي موخو او خوبونو د عملي کولو لپاره کوښښونه کوي. تر څو چې دواړه خواوې د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر اصولو ولاړې وي، خامخا به متقابل برياليتوبونه تر لاسه کړي، د دواړو هېوادونو په ګټه به وي او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره به مهم خدمتونه وکړي. اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ يوه مهمه موضوع ده، که څه هم د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه او جنجالونه شته، خو دواړه هېوادونه سترې ګډې ګټې او د همکارۍ ډېره ستره فضا لري او دواړه خواوې په دې اړه خبرې اترې او سلامشورې پياوړې کولای شي.