د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار کې ویلي، چې اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد جدي اړتیا ده او دغه ډګر بايد زیات پیاوړی او له هر ډول حالاتو او شرایطو سره د مقابلې جوګه شي. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت د هېواد آبادۍ، پرمختګ او ځان بساينې ته ژمن دی او وياندويان هم بايد د هېواد د آبادۍ او پرمختګ خبرونه په وخت له رسنيو سره شريک کړي.