منظم ورزش د ژوند له سالمو ارکانو بلل کېږي. ورزش د انسان زړه قوي کوي، د وینې لوړ فشار ټیټوي، د وزن له کنټرول سره مرسته کوي او د دې ټولو تر څنګ مو له بېلابېلو ناروغیو ژغوري. خو ایا ورزش کولای شي د انسان د بدن دفاعي ځواک هم لوړ کړي؟ بلې! ورزش هم لکه یو سالم غذایي رژیم کولای شي د ډول ډول ناروغیو پر وړاندې ستاسو د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کړي. دا چې ورزش په بدن کې د وینې له ښه جریان سره مرسته کوي، نو په دې سره د بدن د دفاعي ځواک د موادو او سلولونو لپاره لار هوارېږي څو د بدن ټولو برخو ته ځان ورسوي او خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي. ځینې څېړونکي اوس په دې لګیا دي چې ثابته کړي چې ایا خپله ورزش کولای شي ورزشکار پر ځینو ناروغیو اخته کړي، دوی د دې کار لپاره له ورزش مخکې او وروسته د ورزشکارانو په وینه باندې څېړنې کوي او تر څنګ یې د دوی د بدن دفاعي ځواک هم تر څېړنې لاندې نیسي.
حمیدالله حمیدي