د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارې پیل شوې دي. د ځایي مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د لامبو وهلو د حوض، د یوه مسلخ او د یوې څلور لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي. ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژو په پلې کېدو خوښي ښودلې، چې دغه راز هلته سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پلې شوې، چې ځینې یې بشپړې او د ځينو نورو چارې روانې دي.