د فراه ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ امریت د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۵۲ میلیونه ۷۰۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره یاد عواید د ۴۶ زره ۴۳۲ پاسپورټونو د وېش له درکه راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د ځایي چارواکو په خبره په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په منظم ډول روانه ده او په ورځني ډول نږدې ۸۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي.