له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین نوې دوره پیلېږي. دغه بنسټ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کمپاین د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۸مه پیلېږي. له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ دا نه دي ویلي، چې دا کمپاین څومره ماشومان تر پوښښ لاندې راولي یا په کومو ولایتونو کې ترسره کېږي. افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ پهکې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.