د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د چهارشنبې په ورځ ۲۷ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. دغه بانک نن د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ۲۰ میلیونه ډالر او دوشنبې په ورځ هم ۲۵ میلیونه ډالره وپلورل.