د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ډاکټرانو پرېکړه کړې، هغه ښوونکي چې د هویت کارت ولري، په شخصي کلینیکونو کې به ترې فیس نه اخیستل کېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې اړه د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولینو او د ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوی له مخې یې هغه ښوونکي چې د هویت کارت ولري، په شخصي کلینیکونو کې به ورڅخه فیس نه اخیستل کېږي. د ننګرهار ولایت ځایي مسوولین وایي دا یو نېک اقدام دی او هیله لري، چې دغه لړۍ به لا پراخه شي. د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د ډاکټرانو له لوري ورته پرېکړه شوې وه.