د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره کتلي او د حج پروسې د اسانتیاوو، د حاجیانو سهمیې زیاتېدو او اوقافي ځمکو لپاره د بدیل په اړه یې خبرې کړي. د سعودي عربستان سفیر د همکارۍ ډاډ ورکړی او د اړیکو پیاوړتیا ته یې ژمنتيا ښودلې ده.