د لغمان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړک د ۱۷ کیلو متره په اوږدوالي د ۴میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي. د یادولو وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د سیمې اوسېدونکي د سړک د بیا رغونې د پروژې له پیل څخه خوښ دي او له سیمه ییز مسوولینو د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.