د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا په یو شمېر ولایتونو کې د ۱۴ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ویلي، دغه تړون د اترا او یو شمېر شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی، چې پر اساس به یې په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او نورو ولایتونو کې ۱۴ مخابراتي سایټونه جوړ شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې پر څه باندې ۵۷۰ مخابراتي سايټونو کار روان دی، چې په دې وروستیو کې له ۵۰ ډېر مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.