د نیمروز ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې پر ۱۳ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې پر دغه سړک د کرېړ اچولو چارې د ولایت مقام په مالي ملاتړ او د ټولګټو چارو ریاست له لوري د رییس جمعه خان کلي څخه تر کنګ ولسوالۍ پورې پیل شوي چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د یادونې وړده، چې یاده ولسوالۍ د نیمروز ولایت له مرکز څخه ۲۴.۵ کیلومتره واټن لري چې پخوا د ټولګټو چارو ریاست له لوري ۱۲ کیلومتره سړک پوخ شوی و او اوس پر ۱۳ کیلومتره سړک کرېړ اچول کېږی.