د راپورونو له مخې واشنګټن ډي سي ته نژدې رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څیرمه د یوې مسافروړونکې الوتکې او یوې پوځي څرخکې له ټکر وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي. د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، چې دا مسافروړونکې الوتکه په پوټامیک سیند کې راغورځیدلې ده چې لاهم پاتې کسانو د لټون عملیات روان دي. امیریکن آیرلاینز وویل چې په راغورځیدلې الوتکه کې ۶۰ مسافر او ۴ عمله سپاره و. چارواکو ویلي چې په بلک هاک هیلي کوپتر کې درې پوځیان سپاره وو. تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی مالوم؛ خو د راپورونو له مخې تر اوسه د لږ تر لږه ۲۸ کسانو مړي له پوټامیک سیند څخه را ایستل شوي دي.