د هرات ښار د اسلام کلا او تورغنډۍ په لارو کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو لویو دروازو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د انجیل ولسوالۍ ښاروال نعمت الله رحیمي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چېدغه دروازې د امنیتي کمرو او روښنایي سیسټمونو سره سمبالې دي چې د ښار امنیت او ښکلا لپاره ډېرې مهمې دي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو دروازو په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې د پراختیایي پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.