د چين د عام امنيت وزارت د جنورۍ په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، په همدې ورځ د چين په چټکو او عامو سړکونو کې ترافيکي اندازې د تېرې ورځې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ۳۰ او ۱۷.۱ زياتوالی موندلې دي. د دغه هېواد په عمده سړکونو کې ترافيکي تګ راتګ منظم او ثابت ښکاري.
د چين د ترافيکي ادارې څانګې په همدې ورځ په منظره لرونکو سيمو او کليوالو سيمو کې لا زيات پوليس ځای پر ځای کړل څو د خلکو د تګ راتګ تضمين شي.