د ژي کا زه ښار د دينګ ژي ولسوالۍ د زلزلې د مرستې مرکزي دفتر د جنورۍ په ۳۱مه اعلان وکړ، چې تر اوسه پورې په دينګ ژي ولسوالۍ کې ۷۷۳۳ لرګینې خونې او ۹۹۴۱ کېږدۍ جوړې شوې او د ۴۷۷۸۷ زلزله ځپلو خوندیتوب ورسره شوی دی.
د چين د شي ځانګ کورواکې سيمې د ژي کا زه ښار په دينګ ژي ولسوالۍ کې د تېرې جنورۍ د ۷مې نېټې د سهار په ۹ بجو ۵ دقيقو د ۶.۸ دريجې زلزله شوې وه.