د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمدیوسف امین ویلي، چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال له دغه ولایت د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې ده. د نوموړي په وینا، د صادراتو یادې کچې ته په کتو د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښيي. هغه ویلي، چې تېرکال د ۲۰ میلیونه او ۳۸۲زره ډالرو په ارزښت بهر ته له دغه ولایت پسته صادره شوې. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین همداراز ټينګار وکړ چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال د ۱۱۹ میلیونه او ۳۲زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.