د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یوې همکارې موسسې له لوري د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره د شاوخوا د ۲۴۵ زره ډالرو په ارزښت د اړینو درسي توکو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالرحمٰن حمیدي ویلي، چې په دې مرسته کې څه باندې ۲۲۰۰ کېټه درسي توکي شامل دي، چې په هر یو کېټ کې د ۲۰ تنو زده کوونکو لپاره لس قلمه بېلابېل درسي توکي ځای پر ځای شوي دي. دغه درسي توکي به د راتلونکي نوي ښوونیز کال له پیل سره د ۲۸۷ ښوونځیو د لومړنیو دورو په نږدې ۴۵ زره زده کوونکو ووېشل شي.