د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محمد عیسی ثاني، د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ-لوګر د ۴۹ کیلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه له دوو شرکتونو سره لاسلیک کړل. یاد سړک د میدان وردګو له تنګي درې تېرېږي او د لوګر له بابوس سیمې څخه په تېرېدو به د دې ولایت له مرکزپل علم سره ونښلول شي. د ميدان وردګ – لوګر سړک دوې برخې او ۴۹ کيلومتره اوږدوالی لري چې ۱۲۰ پُلګوټي په کې شامل دي. د دې سړک د جوړولو چارې به شاوخوا ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي.