د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نیویارک پوسټ سره خبرو کې ویلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې د اوکراین په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. ټرمپ څرګنده کړې، چې پوتین د جګړې په قربانیانو ژور اندېښمن دی او غواړي چې خلک د جګړې له امله مړه نه شي. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې ویلي، چې نه غواړي په دې اړه معلومات شریک کړي. تر اوسه پورې کرملین د ټرمپ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.