د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر-میدان وردګو د سړک جوړولو تړون د ۷۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا سړک له ۳۱ کیلومتره زیات اوږدوالی لري او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې یې په ۱۶ میاشتو کې بشپړ شي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې دا سړک د میدان وردګو ولایت د دره تنګي څخه پیلېږي او د لوګر ولایت مرکز پل علم سره وصلېږي. بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي چې د لوګر–میدان وردګ پر لویه لاره تګ راتګ کوي، وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به مسافر په کم وخت کې تر خپلو منزلونو ورسېږي.