د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې د یوې لارۍ له پلټلو وروسته ۲۴ بې اسنادو افغان کډوال نیولي دي. د راپور له مخې، دغه کسان پرون په یوې لارۍ کې چې له روسیې ترکیې ته ورغلې وه او خام ربړ یې لېږداوه، پټ وو. ترکي رسنیو راپور ورکړی چې لارۍ له روسیې ورغلې وه او د ترکیې په خاوره کې له شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته، په اماسیا ښار کې درول شوې ده. پولیسو د لارۍ چلوونکی هم نیولی دی. د راپور له مخې، نیول شوي پناه غوښتونکي له قانوني بهیرونو وروسته، په دغه ښار کې د کډوالو د ساتنې او اېستلو مرکزونو ته لیږدول شوي دي. دغه راز د ترکيې په توکت ښار کې هم له یوې لارۍ د پنځو افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی. د راپور له مخې، دغه کسان هم له نیول کېدو وروسته، د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته لیږدول شوي دي.