د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې پر غزې به ولکه ټینګوي او فلسطينيان به له دې سيمې وباسي. هغه ويلي د غزې پېرلو او خپلولو په اړه خپلې خبرې ته ژمن دی. دغو څرګندونو له وړاندې د حماس له لوري غبرګون پارولی او ویلي یې دي، چې فلسطینیان به د دوی هر هغه هڅه ناکاموي، چې د دوی د ایستلو په اړه ترسره کیږي. ترمپ دغه څرګندونې له یوې رسنۍ سره په الوتکه کې د سفر پرمهال کړې دي. هغه ویلي دا یوه ستره تیروتنه ده، چې خلکو، فلسطینیانو او یا هغو ته چې په غزه کې اوسېږي بیرته یادې سیمې ته د ور وګرځېدو اجازه ورکړو. ترمپ زیاته کړې موږ حماس هم نه غواړو چې بیرته ورشي او موږ د لویو ملکیتونو په اړه فکر کوو. هغه په ټینګار سره ویلي امریکا به د دې سیمې څښتنه شي او په جوړولو کې یې هم بېړه نه کوي غواړي په کرار کرار یې بیرته ورغوي.