پاکستاني چارواکو د زابل له شملزو ولسوالۍ سره پر ډېورنډ کرښه ګمرک او یوه دروازه جوړه کړې ده. د یادې دروازې او ګمرک د پرانیستې لپاره شملزو ولسوالۍ کې د ډېورنډ کرښې ته نږدې اوسېدونکي قومي مشران هم ورغوښتل شوي و. خو هغوی له ورتللو ډډه کړې ده. تر اوسه د زابل ولایت چارواکو په دې اړه په رسمي ډول له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي. په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي پاکستاني پوځیان د هرې ورځې په تېرېدو له فرضي کرښې را اوړي او په سرحدي ولسوالیو کې یې نظامي تاسیسات جوړ کړي دي. دوی وایي د پاکستان نظامي تاسیسات بیخي په افغان خاوره کې دي خو حکومت یې پر وړاندې چوپ دی.